روزګان کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي

د روزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال ارزګاني ویلي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، پېښه د دوشنبې په ورځ د دهراوود ولسوالۍ په کلاچې سیمه کې رامنځته شوې، چې په وژل شویو کې یو هلک او یوه نجلۍ شامل دي.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې درې کسان نیولي دي.

ارزګاني زیاتوي، نیول شوي کسان د همدې کورنۍ ګاونډیان دي او د پېښې په اړه د دوی د ښکېلتیا څرنګوالی تر څېړنو لاندې دی.

تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې، چې لاملونه یې تر ډېره شخصي دښمنۍ بلل شوي دي.

چارواکي وایي، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او هیچاته به اجازه ورنه کړل شي چې امنیت ګډوډ کړي.

دکمه بازگشت به بالا