روزګان کې ۳۷ زره کسانو ته د احوالو ثبت خدمات وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روزګان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۴ کال کې ټولټال ۳۷ زره ۵۱۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو د ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، په دې موده کې ۱۸ زره ۳۷۲ برېښنايي تذکرې، ۱۵ زره ۲۹۸ کاغذي تذکرې وېشل شوي، ۸۰۲ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت خدمات وړاندې شوي او ۳ زره ۳۸ کسانو ته د تابعیت تذکرو د اصلاح خدمتونه هم ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په یاد ولایت کې دا مهال د برېښنايي تذکرو دوه وېش مرکزونه فعال دي، چې یو په ترینکوټ ښار او بل په دهراوود ولسوالۍ کې موقعیت لري او هره ورځ مراجعینو ته خدمات وړاندې کوي.
یاد ریاست ویلي، تېر کال یې په احصایوي برخه کې د معیاري فورمو په کارولو سره ټولنیز او اقتصادي معلومات راټول کړي او له مرکزي ادارې سره یې شریک کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز زیاته کړې، چې په همدې موده کې د خوړو خوندیتوب، روغتیا او ادرسموندنې سروېګانې هم په دغه ولایت کې تطبیق شوې دي.

