روسیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په دوام، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي چې که غوښتنه وشي، مسکو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب کولی شي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا ډول کړکېچونه د لویو سیمه‌ییزو پروژو پر پلي کېدو منفي اغېز کوي.

کابلوف همداراز ویلي چې امکان لري د افغانستان، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ څلور اړخیز فورم هم جوړ شي.

تر دې مخکې روسي چارواکو له دواړو لورو غوښتي وو چې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي او د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.

بلخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د خبرو او تفاهم پر تګلاره باور لري، خو د هېواد دفاع یې مشروع حق بللی دی.

څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې د چین په کوربه‌توب په اورمچي ښار کې شوې وې، چې دواړو لورو یې تر ډېره مثبتې بللې دي.

دکمه بازگشت به بالا