سبا په ۱۲ ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی چې سبا (یکشنبه) په کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی دی.
د یاد ریاست په وینا، په مرکزي او سویلختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته او له خلکو غوښتنه شوې چې د هوايي بدلونونو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

