سبا په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیلېږي

د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ټاکل شوې سبا دوشنبه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې پیل شي.
د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي، دا کمپاین به کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدانوردګ، بامیان، دایکنډي، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، کندز او بادغیس ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.
د یاد بنسټ په وینا، سوېلي زون کې به د پولیو ضد واکسین لړۍ د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه پيل شي او زرګونو ماشومانو ته به واکسین ورکړل شي، څو هغوی له دې خطرناکې ناروغۍ خوندي پاتې شي.
روغتیايي مسوولینو له کورنیو غوښتي، چې د کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه د ګوزڼ ناروغي لا هم ماشومانو ته جدي ګواښ ګڼل کېږي او واکسین یې د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه او خوندي لاره بلل کېږي.
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دی، چې د پولیو پېښې پکې ثبتېږي، له همدې امله روغتیايي ادارې هڅه کوي د عامه پوهاوي او پرلهپسې کمپاینونو له لارې هېواد له دې ناروغۍ پاک کړي.

