سبا په ۲۱ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

د ادارې په وینا، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، میدان‌وردګ، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، غور، بامیان او دایکنډي کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، شمالي، ختیځو او لوېدیځو سیمو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د پېښېدو خبرداری ورکړی، چې سرعت یې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا