سترې محکمې د مرافعې او تمیز مهلتونه ټاکلي

سترې محکمې په تازه اعلامیه کې ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې د مرافعې غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده.

اعلامیه کې د دوسیو ټولو اړخونو ته سپارښتنه شوې، چې د اړتیا په صورت کې دې خپلې مرافعې او تمیز غوښتنې په ټاکل شويو مهلتونو کې وړاندې کړي.

سترې محکمې ټینګار کړی، دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې په مرافعوي او تمیزي محکمو کې عریضو او دوسیو ته پر وخت او منظم رسېدنه یقیني شي.

دکمه بازگشت به بالا