سرپل کې درې ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د سرپل ولایت دریو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژو چارې پیل شوې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو ۸۸۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي او له مخې یې د سرپل ولایت ګوسفندي، سوزمهقلعه او سنګچارک ولسوالیو ته برېښنا رسول کېږي.
ویل شوي چې د دغو پروژو د پيل مراسم د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده او یو شمېر سیمهییزو مسوولینو په شتون کې ترسره شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت زیاته کړې چې د پروژو چارې به د درې کلونو په موده کې بشپړې شي. له بشپړېدو وروسته به په ګوسفندي کې ۷۵۰۰ کورنۍ، په سوزمهقلعه کې ۶۶۰۰ کورنۍ او په سنګچارک کې ۱۳۵۰۰ کورنۍ د برېښنا له اسانتیاوو برخمنې شي.
د معلوماتو له مخې، دا پروژې د اسلامي امارت په لګښت د یو خصوصي شرکت له لوري عملي کېږي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.
تر دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وارداتي برېښنا د رسولو پروژې بشپړې شوې وې.

