سریلانکا کې ۲۲ بودایي راهبان د نشهیي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د سریلانکا ۲۲ بودایي راهبان، چې له تایلنډ بنکاک څخه د څلور ورځني سفر وروسته بېرته ستنېدل، د یکشنبې په ورځ د سریلانکا په بندرناایکه نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د مخدره موادو ضد ادارې او ګمرک چارواکو د دغو کسانو په بکسونو کې له ۱۱۰ کیلوګرامه څخه ډېر قوي نشهیي مواد د «کوش» په نوم کشف کړي دي.
راپور زیاتوي، دغه نشهیي مواد په هوښیار ډول د بکسونو په جعلي دیوالونو کې پټ شوي وو او هر راهب شاوخوا ۵ کیلوګرامه له ځان سره لرل.
ویل کېږي بکسونه په ظاهره د ښوونځي وسایلو او خوږو توکو څخه ډک وو.
چارواکي وایي، دا پېښه د دغه هوايي ډګر په تاریخ کې د نشهیي موادو تر ټولو لوی کشف بلل کېږي، چې ارزښت یې له ۱.۱ میلیارده سریلانکایي روپیو څخه زیات اټکل شوی دی.
نیول شوي کسان محکمې ته وړاندې شوي او قاضي د هغوی د اووه ورځني بند او پلټنو امر کړی دی، په داسې حال کې چې څېړنې د احتمالي قاچاقي شبکو د پېژندلو لپاره روانې دي.

