سعودي عربستان پاکستان ته ۳ میلیارده ډالره مرسته ورکوي

نړیوالو رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان یو ځل بیا پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو مرستې په ورکولو سره د اسلام‌اباد مهم مالي ملاتړکوونکی ګرځېدلی دی.

د رویټرز په راپور کې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب له قوله ویل شوي چې ریاض به د پاکستان د ملاتړ لپاره ۳ میلیارد ډالر نوې مرسته ورکړي او سربېره پر دې به د پخوانۍ ۵ میلیارد ډالرو زیرمه هم وغځوي.

دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې د متحده عربي اماراتو لپاره د پاکستان ۳.۵ میلیارد ډالره پور روانه میاشت پای ته رسېږي او اسلام‌اباد به دغه پیسې د همدې پور د بېرته ورکړې لپاره وکاروي.

د راپور له مخې، د سعودي د مالیې وزارت ویاند د ۳ میلیارد ډالرو د سپارلو پخلی کړی چې د پاکستان مرکزي بانک ته به انتقال شي.

پاکستان اوس مهال شاوخوا ۱۶.۴ میلیارد ډالره بهرني زېرمې لري او د اماراتو د پور ورکړه د دې زېرمو نږدې ۱۸ سلنه جوړوي.

د سعودي مالي ملاتړ د دواړو هېوادونو د مخ پر ودې اړیکو برخه بلل کېږي، چې تېر کال د دوه اړخیز دفاعي تړون له لاسلیک وروسته لا پیاوړې شوې دي. د دغه تړون له مخې، پر یوه هېواد هر ډول برید پر دواړو برید ګڼل کېږي.

همداراز د سعودي د مالیې وزیر محمد الجدعان تېره اوونۍ پاکستان ته سفر کړی و ترڅو د ریاض د اقتصادي ملاتړ پیغام ورسوي. پاکستان همدا مهال د نړیوال وجهي صندوق د ۷ میلیارد ډالرو پروګرام لاندې دی، چې هدف یې د بهرنیو زېرمو لوړول دي.

دکمه بازگشت به بالا