سعودي کې څلور پاکستانیان د سوالګرۍ په تور نیول شوي

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) د سیالکوټ نړیوال هوايي ډګر کې د درېیو ښځو په ګډون څلور کسان سعودي عربستان کې د سوالګرۍ شبکو سره د تړاو په تور نیولي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، نیول شوي کسان شاهنواز، شازیه، سونیا او فرزانه بيبي دي چې د اسلاماباد اوسېدونکي بلل کېږي.
چارواکي وایي، دوی د عمرې ویزې له لارې سعودي عربستان ته تللي وو او د عمان له لارې بېرته پاکستان ته رسېدلي دي. د پلټنو پر مهال یې په منظمې سوالګرۍ کې د ښکېلتیا اعتراف کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د سفر اسناد او ویزې د یوه اجنټ له لوري برابر شوي وو، چې د هر کس په بدل کې یې شاوخوا ۲۵۰ زره پاکستانۍ روپۍ اخیستې دي.
FIA وایي، هڅه کوي د سعودي چارواکو په همکارۍ د دې شبکې نور غړي هم وپېژني.

