سناتور مارک کلي د ټرمپ څرګندونې «نفرتي» بللي

د امریکا د اریزونا ایالت ډیموکرات سناتور مارک کلي د کاتولیکانو د مشر پاپ لیو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ توندې څرګندونې «نفرتي» بللې دي.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي، د پاپ لیو په تړاو د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې د نه منلو وړ دي او د میلیونونو کسانو پر احساساتو منفي اغېز کوي.

سناتور کلي همداراز د ایران په اړه د ټرمپ تګلارې ته په اشارې ویلي، چې دغه سیاستونه د امریکایي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ایراني ماشومانو د زیان لامل شوي دي.

هغه زیاته کړې: «له دې څرګندېږي چې ټرمپ د ماتې په حال کې دی.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ټرمپ او واتیکان ترمنځ وروستیو ناندریو شدت موندلی او دواړو لورو پر یو بل سختې نیوکې کړې دي.

دکمه بازگشت به بالا