سویډن: له اسلامي امارت سره د اړیکو بیا پیل هڅې روانې دي

د سویډن د کډوالو وزیر جون فورسېل ویلي، هېواد یې له اروپايي ټولنې سره په همغږۍ د اسلامي امارت سره د اړیکو د بیا پیل په هڅو کې مخکښ رول لري.
نوموړي اروپايي رسنیو ته ویلي، تمه ده د اسلامي امارت یو تخنیکي پلاوی د سویډن او اروپايي کمېسیون په بلنه تر اوړي مخکې بروکسل ته سفر وکړي، څو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر موضوع خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، دا خبرې د بلجیم په نوښت ترسره کېږي او پکې به د څو اروپايي هېوادونو استازي هم ګډون ولري.
سرچینې زیاتوي، په وروستیو کې د اسلامي امارت ډیپلوماټیکې اړیکې له نړۍ سره د پراخېدو په حال کې دي او دا بهیر ورو ورو اروپايي هېوادونو ته هم غځېدلی دی.

