شمالي کوریا د بېړیو ضد کروز توغندي وازمویل

شمالي کوریا د یوې جنګي بېړۍ څخه د بېړیو ضد رهبري شوي کروز توغندیو ازموینه ترسره کړې ده.

د دولتي رسنیو د راپور له مخې، دغه ازموینه تېره ورځ د «چوی هیون» پوځي عملیاتو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

راپور زیاتوي، یاد عملیات د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون او د دفاعي او سمندري چارواکو په حضور کې ترسره شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا