شهباز شریف او پزشکیان د سیمې پر وضعیت خبرې کړې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ په ټلېفوني خبرو کې د سیمې پر روان وضعیت او وروستیو بدلونونو خبرې شوې دي.

شهباز شریف ویلي، له ایراني سیال سره یې د سیمې د بدلېدونکي وضعیت په اړه سلا مشورې کړې دي.

په ورته مهال، پاکستان کې د ایران سفیر محمد رضا امیري مقدم ټینګار کړی، تر هغه چې پر ایران سمندري کلابندي دوام ولري، د تهران او واشنګټن ترمنځ اختلافونه به هم پر خپل حال پاتې وي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې اسلام‌آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د نوي پړاو لپاره چمتووالی روان دی.

دکمه بازگشت به بالا