شهباز شریف: د تېلو لګښت ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د هرمز تنګي د محدودېدو او له افغانستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د دې هېواد د تېلو اوونیز لګښت له شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.

نوموړي څرګنده کړې چې د منځني ختیځ جګړې له امله د سون توکو نړیوالې بیې لوړې شوې او د هرمز تنګي له لارې د کښتيو تګ‌راتګ د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له جدي خنډونو سره مخ دی، چې د تېلو بازار یې ګډوډ کړی دی.

د هغه په وینا، پاکستان د جګړې تر پیل وړاندې د اقتصاد په برخه کې مثبتې نښې درلودې، خو اوسنیو تحولاتو د تېرو دوو کلونو اقتصادي هڅې زیانمنې کړې دي.

شهباز شریف همداراز ټینګار کړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ دروازو تړل کېدو او د راکړې ورکړې کمېدو د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د فشار لاندې راولي.

دکمه بازگشت به بالا