شي جین پینګ: نړۍ د «ځنګل قانون» پر لور روانه ده

د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، نړۍ داسې پړاو ته ننوځي چېرته چې ځواک پر حق برلاسی کېږي او نړیوال نظم د «ځنګل قانون» ته ورته بڼه خپلوي.

نوموړي دا څرګندونې په بیجینګ کې د اسپانیا له لومړي وزیر پدرو سانچز سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د چین دولتي رسنیو په وینا، شي جین پینګ ټینګار کړی چې چین او اسپانیا باید خپلې اړیکې پیاوړې کړي، متقابل باور زیات کړي او د څو اړخیز نړیوال نظام ملاتړ وکړي.

هغه خبرداری ورکړی، که نړیواله همغږي رامنځته نه شي، د ځواک او سیالۍ سیاست به د نړیوالو اړیکو پر بنسټ بدل شي.

دکمه بازگشت به بالا