عدلیې وزارت: ۱۷۵ تقنیني اسناد خپاره شوي

د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې ۱۷۵ تقنیني اسناد، لکه قوانین، فرمانونه او اصولنامې، له توشیح وروسته خپاره کړي دي.

د وزارت په وینا، په دغو اسنادو کې ۷۲ فرمانونه، ۶۱ حکمونه او ۱۷ قوانین شامل دي.

په دې موده کې له مهمو قوانینو د مالي محاسبې قانون، د مبلغینو قانون، د مشاعرو د تنظیم قانون، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو قانون، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون، د شکایتونو د اورېدو قانون، د صرافانو او مالي خدماتو قانون او د صنعتي ساحو قانون یاد شوي دي.

وزارت زیاتوي چې دغه اسناد د رسمي جریدې له لارې او هم د کتابونو په بڼه خپاره شوي او برېښنايي نسخې یې پر وېبپاڼه هم شته دي.

دکمه بازگشت به بالا