عراقچي: د امریکا د دریځ بدلون خبرې ګډوډې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، په اسلام‌اباد کې وروستیو درې‌اړخیزو خبرو کې هوکړې ته نږدې شوي وو، خو د امریکا د دریځ بدلون د خبرو بهیر ګډوډ کړ.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران پلاوي د امریکا له لوري له زیاتو غوښتنو، پرله‌پسې د شرطونو له بدلون او خنډونو سره مخ شو.

عراقچي زیاته کړې، دغه خبرې د دواړو لورو ترمنځ په تېرو ۴۷ کلونو کې په لوړه کچه ترسره شوې وې او ایران پکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه نیت درلود.

هغه ټینګار کړی، له دې بهیر څخه کوم مثبت درس وانخیستل شو، چې دا چاره د راتلونکو تعاملاتو لپاره د اندېښنې وړ ده.

د اسلام‌اباد په کوربه‌توب د امریکا او ایران ترمنځ خبرې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.

دکمه بازگشت به بالا