عراقچي د خپل سیمهییز سفر په لړ کې روسیې ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل سیمهییز سفر په وروستي پړاو کې روسیې ته تللی دی.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې نوموړي تر دې مخکې عمان او اسلاماباد ته سفرونه کړي او له قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره یې ټلېفوني خبرې هم کړې دي.
په مسکو کې د ایران سفیر ویلي، ټاکل شوې چې عراقچي د دوشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
نوموړی به په کریملین کې د سیمې د وروستیو حالاتو، د اوربند هڅو او روانو سیاسي پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، دا سفر د سیمهییزو ترینګلتیاوو، د اوربند د هڅو او ډیپلوماټیکو مشورو د همغږۍ په چوکاټ کې مهم بلل کېږي.
عراقچي هڅه کوي له مهمو سیمهییزو او نړیوالو لورو سره اړیکې پیاوړې کړي او د روانو شخړو د حل لپاره ګډ دریځ ته زمینه برابره کړي.

