عراقچي: د هرمز تنګي په اړه د امریکا اقدام پاروونکی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په هرمز تنګي کې د امریکا له لوري د «ازادۍ پروژې» د پیل په اړه توند غبرګون ښودلی او دا یې د امریکا یو ناکامه او پاروونکی اقدام بللی دی.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې واشنګټن هڅه کوي د نظامي حضور له لارې په سیمه کې فشار زیات کړي، خو دا ډول اقدامات به د کړکېچ د حل پر ځای وضعیت لا ترینګلی کړي.

عراقچي خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي امنیت د سیمه‌ییزو هېوادونو ګډ مسوولیت دی او د امریکا پوځي مداخلې د سوداګریزو لارو د خوندي تګ‌راتګ لپاره ګواښ جوړوي.

هغه ټینګار کړی چې د سیاسي اختلافاتو لپاره نظامي لاره نه شي کېدای حل لاره وي.

بل لوري ته د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې په نړیوالو اوبو کې یې د «ازادۍ پروژه» د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ‌راتګ او د کښتيو د ازاد حرکت د تضمین لپاره پیل کړې ده.

دکمه بازگشت به بالا