عراقچي له متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې؛ پر سیمهییزو مسایلو بحث

امیرخان متقي د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماسۍ پر بنسټ چلند مثبت ګام بللی او د خبرو له لارې یې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، متقي له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر وضعیت او دوهاړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدو او همکاریو د پراخېدو هرکلی شوی، او دواړو لوریو د تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.
عراقچي هم خپل افغان سیال د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو مذاکراتو له وضعیت خبر کړی دی.

