علي بلال د پیټرزبورګ پرو کې دویم شو

افغان لوبغاړي او د بدن جوړونې اتل علي بلال د «پیټرزبورګ پرو ۲۰۲۶» نړیوالو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوې، چې پکې علي بلال د خپل فزیکي چمتووالي او مهارتونو په ښودلو سره د غوره لوبغاړو ترمنځ دویم مقام ته ورسېد.
د سیالیو په پای کې د متحده ایالاتو لوبغاړي کایرون هولډن لومړی مقام وګاټه، په داسې حال کې چې علي بلال د دویم مقام په ترلاسه کولو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ.
نوموړي تر دې مخکې د «نیویارک پرو» په سیالیو کې هم بریا ترلاسه کړې وه او د افغان سپورت مینهوالو پام یې ځان ته اړولی و.
د علي بلال دوامداره نړیوالې لاسته راوړنې هغه د افغان بدن جوړونې له مخکښو څېرو څخه ګرځولی او د نړۍ په مسلکي سیالیو کې یې نوم لا پیاوړی کړی دی.

