عمران خان د سترګې درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی و

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ‌اېښودونکی او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د سترګې د درملنې لپاره د اسلام‌اباد په یوه روغتون کې بستر شوی و.

په اسلام‌اباد کې د پاکستان د طبي ساینس انسټېټیوټ (پمز) ویاند ویلي، عمران خان نن سهار د سترګې د تعقیبي درملنې په لړ کې څلورمه پېچکاري ترلاسه کړې ده.

نوموړی تر دې مخکې درې ځله هم روغتون ته لېږدول شوی و.

د روان کال په لومړیو کې ډاکټرانو ویلي وو چې عمران خان د یوې سترګې نږدې ۸۰ سلنه بینایي له لاسه ورکړې ده.

د پمز ویاند زیاته کړې چې وروستیو معایناتو ښودلې د هغه د سترګې په روغتیا کې یو څه ښه والی راغلی دی.

د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان پر اېکس لیکلي چې د دوی غوښتنه لا هم دا ده چې عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د درملنې لپاره د شخصي ډاکټر تر څار لاندې په روغتون کې بستر شي.

هغه زیاته کړې چې دا د هغوی اساسي انساني حق دی.

دکمه بازگشت به بالا