غزني کې تېر کال نږدې ۶ زره جراحي عملیات شوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، تېر کال غزني ولایتي روغتون کې ۵ زره او ۹۱۲ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۲ زره او ۶۷۷ لوی او ۳ زره او ۲۳۵ کوچني عملیات شامل دي چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه شمېر عملیات د غزني ولایتي روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي. همداراز په همدې موده کې ۲۸ زره او ۳۸۳ ناروغانو ته داخل‌بستر او ۲۲۵ زره او ۲۳۷ نورو مراجعینو ته خارج‌بستر روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکړی چې په هېواد کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د پراختیا چارې روانې دي او هڅه کېږي خلکو ته روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي اسانتیاوې لا ډېرې شي.

دکمه بازگشت به بالا