غزني کې د بسم‌الله مارکیټ اور مهار شو

د غزني امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د اور وژنې ټیم د غزني ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند بزازي سیمه کې د تېرې شپې د بسم‌الله مارکیټ دننه لګېدلی اور مهار کړی دی.

د یادې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، اور د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوی و، او اور وژونکي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي دي.

د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د مالي زیان مخه نیول شوې ده.

امنیه قوماندانۍ له ښاریانو غوښتي چې د برېښنايي سیستمونو په کارولو کې اړین احتیاطي تدابیر مراعت کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

دکمه بازگشت به بالا