غزني کې د ماین چاودنې یو کس وژلی

د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو کس ژوند بایللی دی.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، پېښه د «عسکر کوټ» سیمه کې هغه مهال شوې، چې یو کس په ټراکټور ځمکه اړوله او پر ماین ور برابر شو.
مسوولین وایي، له دې مخکې هم د واغظ ولسوالۍ کې ورته پېښه کې یو بل کس وژل شوی و.
چارواکو له خلکو غوښتي، د ناچاودو توکو په لیدو ژر امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

