غزه کې د اسراییلو بریدونو ۱۲ کسان وژلي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د غزې تړانګه کې د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۱۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، مرګ‌ژوبله د غزې ښار، خان‌یونس او د شمالي سیمو په بېلابېلو بریدونو کې اوښتې ده.

دغه بریدونه د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند له اعلان سره سره دوام لري.

د معلوماتو له مخې، له اوربند راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۹۸۴ کسان وژل شوي او ۲۲۳۵ نور ټپیان دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت بیا وايي، د جګړې له پیل راهیسې ټولټال څه باندې ۷۲۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۷۲ زره نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د لبنان په سوېل کې هم د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان، د یوې خبریالې په ګډون، وژل شوي دي، چې دا وضعیت د اوربند نازک حالت نور هم ترینګلی کړی دی.

دکمه بازگشت به بالا