غور کې تېر کال له ۵ زرو ډېر جراحي عملیات شوي

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي، د غور ولایتي روغتون کې تېر کال ۵ زره او ۹ جراحي عملیات په بریالۍ توګه ترسره شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې ۲ زره ۶۱۸ لوی او ۲ زره ۳۹۱ کوچني جراحي عملیات شامل وو چې د مسلکي ډاکټرانو له لوري اجرا شوي دي.
مسوولینو ویلي، د دغو خدماتو ترسره کېدل د غور ولایتي روغتون د تخنیکي او تخصصي وړتیا ښکارندویي کوي.
همداراز په دې موده کې ۲۳ زره ۴۲۸ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او ۱۲۷ زره ۵۳۹ کسانو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې په هېواد کې د جراحي او درملنې امکانات تر پخوا ښه شوي او اوس ډېری هغه عملیات په کور دننه ترسره کېږي چې مخکې به ناروغانو لپاره بهر ته سفر کېدل.
وزارت زیاته کړې چې په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به په لرې پرتو ولسوالیو کې هم نوي روغتیايي مرکزونه فعال شي.

