غور کې د اوبو دوه شبکې فعالې شوې

د غور ولایت مسوولین وايي چې د دولینه او فیروزکوه ولسوالیو کې د اوبو رسولو دوه شبکې د یونیسف په مالي مرسته بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسوول ذبیحالله غوثزاده ویلي چې دغه پروژې د فیروزکوه په بادګاه او د دولینه په دهنغال ملا کلیو کې د نږدې ۱۴ میلیونه ۹۶۲ زره او ۹۵۹ افغانیو په لګښت عملي شوې دي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژو کې د ۹۶ متر مکعب ظرفیت لرونکو دوو اوبو زېرمو جوړول، د ۳۶ لمریزو تختو نصبول، د ۳۳۷ د اوبو نلونو جوړول او د ۱۶ زره ۳۹۱ مترو پایپلاین غځول شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژو په بشپړېدو سره ۵۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته مستقیم لاسرسی موندلی او تمه ده چې د خلکو د روغتیا او ژوند په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي.
ځايي اوسېدونکو د دغو پروژو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له دې سره به د څښاک اوبو په برخه کې د دوی ډېری ستونزې هوارې شي او د ژوند اسانتیاوې به یې زیاتې شي.

