فضلالرحمان: عمران خان دې خوشې او سیاسي فعالیت ته پرېښودل شي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان وایي چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان باید خوشې شي او د سیاسي فعالیت اجازه ورکړل شي.
نوموړي دا غوښتنه له خبریالانو سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت باید عمران خان ته د هېواد په سیاسي چارو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
فضلالرحمان تر دې وړاندې هم له حکومت غوښتي و چې عمران خان خوشې کړي. نوموړی له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په زندان کې دی.
هغه همداراز پر پاکستاني حکومت نیوکه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکو کې مناسب سیاست نه لري او ټینګار یې کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

