فلوریډا کې پراخه اورلګېدنه شوې

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا د فلوریډا ایالت په ځنګلي سیمو کې د پراخې اورلګېدنې له امله تر اوسه شاوخوا ۴ زره او ۸۰۰ جریبه ځمکه سوځېدلې ده.
د راپورونو له مخې، اور لا هم د پراخېدو په حال کې دی او اوروژونکي ټیمونه تر اوسه په بشپړ ډول د هغه په مهارولو نه دي توانېدلي.
امریکايي رسنۍ وایي، په دې پېښه کې تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو پراخ مالي زیانونه یې اړولي او د لوګي له امله د سیمې اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.
کارپوهان وایي، سختې ګرمي او چټک بادونه د ځنګلي اورلګېدنو له مهمو لاملونو څخه دي، چې په وروستیو کلونو کې یې د اقلیمي بدلون له امله کچه هم زیاته شوې ده.

