فیفا: د ایران د ۲۰۲۶ نړیوال جام ګډون یقیني دی

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر جیاني انفانتینو ویلي، د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د ایران ملي لوبډلې ګډون یقیني دی او په دې اړه هېڅ شک نشته.
نوموړي د ایران د احتمالي نهګډون په اړه خپرې شوې ګنګوسې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د لوبډلو ګډون باید یوازې د سپورتي معیارونو پر بنسټ وټاکل شي، نه سیاسي ملاحظاتو.
انفانتینو زیاته کړې، د ایران ملي لوبډله حق لري چې د نړۍ تر ټولو لوی فوټبال سیالیو کې برخه واخلي او لوبغاړي یې د ګډون لپاره بشپړ چمتو دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په وروستیو اوونیو کې د ځینو سیاسي کړکېچونو له امله د ایران د ګډون په اړه اټکلونه زیات شوي وو، خو د فیفا مشر دغه اندېښنې بېاساسه وبللې.

