قالیباف: ایران د امریکا تر فشار لاندې مذاکرات نه مني

د ایران د پارلمان رئیس باقر قالیباف ویلي، هېواد یې د امریکا تر فشار او ګواښونو لاندې هېڅ ډول مذاکرات نه مني.

قالیباف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د خبرو مېز د تسلیمۍ په مېز بدل کړي او د اوربند او بندیزونو له پرله‌پسې سرغړونو سره خپلې پاروونکې کړنې توجیه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، ایران به د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرو ته غاړه کېنږدي او په تېرو دوو اونیو کې یې د جګړې په ډګر کې د نویو انتخابونو لپاره چمتووالی نیولی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د فشارونو او پوځي ګواښونو له امله د سیمې کړکېچ نور هم ژور شوی او د مذاکراتو راتلونکی له جدي ناڅرګندتیا سره مخ دی.

دکمه بازگشت به بالا