قالیباف: د هرمز تنګي په اړه نوې معادله رامنځته کېږي

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف وایي چې د هرمز تنګي په اړه نوې معادله د رامنځته کېدو په حال کې ده او د سیمې وضعیت ورو ورو بدلون مومي.
نوموړي پر اېکس لیکلي چې د امریکا او متحدانو له لوري د اوربند نقض او د محاصرې اقدامات د کښتۍ چلونې او د انرژۍ د لېږد امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
قالیباف ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت د امریکا لپاره د زغملو نه دی، خو په وینا یې ایران لا هم خپل عملي اقدامات نه دي پیل کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په نړیوالو اوبو کې د کښتیو د ازاد تګــراتګ د خوندي کولو لپاره د «ازادۍ پروژې» د پیل خبر ورکړی دی، چې له امله یې سیمه کې سیاسي او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

