قالیباف: نړۍ د نوي نړیوال نظم پر لور روانه ده

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، نړۍ د نوي نړیوال نظم د رامنځته کېدو پر لور روانه ده او اوسني بدلونونه د نړیوال سیاست بڼه بدلوي.
نوموړي دا څرګندونې د چین د ولسمشر شي جینپینګ وروستیو خبرو ته په اشارې پر خپلې اېکسپاڼې کړې دي.
قالیباف ټینګار کړی، هغه بدلونونه چې پخوا په نړۍ کې بېساري ګڼل کېدل، اوس په چټکۍ سره روان دي او نړیوال نظام د بدلون نوي پړاو ته داخل شوی دی.
د هغه په وینا، د ایران د خلکو «۷۰ ورځني مقاومت» هم د نړۍ د سیاسي او اقتصادي بدلونونو بهیر ته لا زیات چټکتیا ورکړې ده.
د ایران د پارلمان رییس د شي جینپینګ له قوله لیکلي، نړۍ د داسې بدلونونو شاهده ده چې د تېرو سل کلونو په پرتله بېساري بلل کېږي.
هغه زیاته کړې، راتلونکی به تر ډېره د «نړیوال جنوب» له هېوادونو سره تړاو ولري؛ هغه هېوادونه چې د لوېدیځو قدرتونو پر وړاندې د نوو اقتصادي او سیاسي ائتلافونو په توګه راڅرګندېږي.
نړیوال شنونکي باور لري، د چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې ښيي چې نړیوال سیاست د څو قطبي نظام پر لور روان دی او ګڼ هېوادونه هڅه کوي په نړیوالو پرېکړو کې خپل رول پراخ کړي.

