قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړوي

قزاقستان پلان لري چې له افغانستان سره خپله سوداګري له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف یوې قزاقۍ راډیو ته ویلي چې هېواد یې غواړي په راتلونکو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوي.
نوموړي ویلي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اوس باثباته شوې، خو لا هم د صادراتو د پراختیا لپاره زیات فرصتونه شته.
د هغه په وینا، د سوداګرۍ د ودې لپاره د ټرانزیټي لارو پراختیا مهم شرط دی.
توکوموف زیاتوي چې قزاقستان اوس افغانستان ته غلې دانې، اوړه او کرنیز محصولات صادروي، په بدل کې له افغانستانه غالۍ او ځینې کرنیز محصولات واردوي.
د هغه په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی وروسته له هغه چټک شوی چې له پاکستان سره ځینې لارې محدودې شوې او اسلامي امارت له سوداګرو غوښتي چې بدیلې لارې وکاروي.

