قطر کې افغانان کانګو ته د لېږد له ګواښ سره مخ دي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې یو شمېر افغانان، چې پخوا قطر ته لېږدول شوي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د انتقال او یا افغانستان ته د بېرته ستنېدو ترمنځ له ستونزمن انتخاب سره مخ دي.
د راپور له مخې، په واشنګټن کې د شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو د یوې ډلې د کانګو ته د لېږدولو په اړه بحثونه روان دي، خو دا پلان لا تر اوسه د مشورې په مرحله کې دی او د عملي کېدو وخت او څرنګوالی یې نه دی روښانه.
په دې کسانو کې هغه افغانان شامل دي چې پخوا یې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو او ځانګړو همکارانو په توګه کار کړی، او همداراز د ځینو پخوانیو سرتېرو خپلوان هم پکې دي.
راپور زیاتوي، د دې ډلې وضعیت د هغوی د پخوانۍ همکارۍ له امله تل حساس پاتې شوی، او د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته ګڼ شمېر داسې کسان بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوي چې لا هم د خپل راتلونکي برخلیک په تمه دي.

