لاوروف: د یورانیمو غني‌کول د ایران مشروع حق دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف پر لوېدیځ تور پورې کړی چې پر ایران د خپلو سیاستونو د تپلو هڅه کوي او د یورانیمو غني‌کول یې د ایران مشروع حق بللی دی.

لاوروف ویلي، د منځني ختیځ کړکېچ پراخ شوی او د ژر حل کېدو امکان نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې مسکو د هغې هرې پرېکړې هرکلی کوي چې د ایران قانوني حقونه پکې خوندي وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال یې جي ډي وینس د ایران سره د نوو مذاکراتو د احتمال یادونه کړې ده.

بلخوا ایراني چارواکو ټینګار کړی چې جګړه نه غواړي، خو د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د غبرګون لپاره چمتو دي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې بیجینګ له ایران سره پوځي ملاتړ کوي.

دکمه بازگشت به بالا