لبنان کې د اسراییلو بریدونو ۱۴ کسان وژلي او ۳۷ ټپیان کړي

د لبنان روغتیا وزارت وایي، د دې هېواد په سوېل کې د اسراییلو په تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، سره له دې چې د اسراییلو او لبنان ترمنځ اوربند اعلان شوی، خو بریدونه لا هم دوام لري او سوېلي سیمې یې اغېزمنې کړې دي.

یاد بریدونه د دې لامل شوي چې تازه ستانه شوي خلک بیا بې‌ځایه کېدو ته اړ شي، او روان وضعیت د ملکي وګړو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

دکمه بازگشت به بالا