لبنان کې د اسراییلو بریدونو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ کسان وژلي

پر لبنان د اسراییلو بریدونو په دوام، نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون ګڼ ملکي کسان وژل شوي، او د ټولو وژل شویو شمېر له دوو زرو کسانو اوښتی دی.

راپورونه ښيي، د ایران او امریکا ترمنځ له اوربند وروسته هم بریدونه زیات شوي او اسراییلو ځان د دغه اوربند برخه نه ده بللې.

بل لور ته، اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې هم له شاوخوا ۲۱ ساعتونو وروسته بې‌پایلې پای ته رسېدلې او امریکايي پلاوی بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا