لغمان کې تېر کال له ۲۲ زرو ډېر جراحي عملیات شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي چې تېر کال په لغمان ولایتي روغتون کې ۲۲ زره ۷۲۶ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د وزارت په وینا، له دې شمېر څخه ۲ زره ۱۸۷ لوی او ۲۰ زره ۵۳۹ کوچني عملیات وو چې د مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همداراز ویل شوي چې په همدې موده کې ۲۸ زره ۸۴۷ ناروغانو ته داخل بستر او ۲۴۷ زره ۶۳۸ کسانو ته خارج بستر روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
وزارت زیاتوي چې دا شمېرې په یاد روغتون کې د تخنیکي او تخصصي ظرفیت د ښهوالي ښکارندویي کوي.

