لغمان کې د چت نړېدو پېښه؛ یو مړ او پنځه ټپیان

د لغمان په دولت‌شاه ولسوالۍ کې د یوې کوټې د چت نړېدو له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا، پېښه د «خاص دولت‌شاه» سیمه کې رامنځته شوې او یاد کور د وروستیو ورښتونو له امله زیانمن شوی و.

چارواکي وایي، وروستیو ورښتونو په بېلابېلو ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او ورته پېښو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا