لندن کې د چاقو برید؛ دوه کسان ټپیان شوي

د برېټانیا په پلازمېنه لندن کې د چاقو په برید کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې یو ۷۶ کلن او بل ۳۴ کلن کس شامل دي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې ثابت ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي چې ۴۵ کلن بریدګر د پېښې له ترسره کولو وروسته هڅه کړې وه پر امنیتي سرتېرو هم برید وکړي، خو په چټک غبرګون کې نیول شوی دی.
د پولیسو یوه مسوول مارک رولي ویلي چې شکمن کس د تاوتریخوالي او رواني ستونزو مخینه لري او دا مهال تر پلټنو لاندې دی.
امنیتي مسوولینو ټینګار کړی چې د پېښې د څرنګوالي او انګېزو د روښانه کولو لپاره څېړنې روانې دي.

