له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی

پاکستاني چارواکي وایي، له پېښور او نورو سیمو څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او په تېرو اوو ورځو کې له ۱۵ زرو ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په پېښور کې د بې‌اسناده کډوالو پر وړاندې عملیات زیات شوي او یو شمېر کډوال له نیونو د وېرې خپل کورونه پرېږدي او ځینې کورنۍ په خپله خوښه ستنېږي.

همداراز راپور ورکړل شوی، چې له پنجاب او اسلام‌اباد زندانونو څخه هم یو شمېر افغانان خوشې او هېواد ته لېږدول شوي، خو د شمېر په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا بهیر داسې مهال ګړندی شوی، چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د نیولو، ایستلو او محدودیتونو اقدامات زیات شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا