له پاکستانه ۸۲ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو ۸۲ تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو او د اړوندو بهیرونو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته سپارل شوي دي.
مسوولین وایي، د راستنېدونکو د منظم ثبت او مرستې لپاره اړوندې ادارې په سرحدي بندرونو کې فعالې دي، څو د دوی د ستونزو د حل او لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر په وروستیو میاشتو کې زیات شوی او زرګونه کسان هره اونۍ هېواد ته راګرځي.

