له کندهاره رالیږدول شوې ناروغه ماشومه وفات شوه

له کندهار ولایت څخه کابل ته د درملنې په موخه لېږدول شوې ماشومې «کلثوم» د کورنۍ غړو د نوموړې د مړینې خبر ورکړی دی.

د نوموړې تره پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې کلثوم نور د دوی په منځ کې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې یادې ماشومې وړمه ورځ د هوايي ځواکونو په چورلکه کې د درملنې لپاره د کابل د «صحت طفل» روغتون ته انتقال شوې وه او هلته یې عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي وو.

دکمه بازگشت به بالا