لوړو زدهکړو وزیر کونړ کې د ټپي محصلانو د وضعیت ارزونه کړې

د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم د پاکستاني پوځي رژیم د توغندیزو بریدونو له امله د سید جمالالدین افغان پوهنتون ټپي شویو محصلانو د وضعیت د ارزونې لپاره کونړ ولایت ته تللی او هلته یې د پوهنتون له رهبرۍ او د ولایت له امنیتي مسوولانو سره لیدنه کړې ده.
ښاغلي ندیم پر کونړ د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه غندلي، شهیدانو ته یې د مغفرت دعا کړې او ټپيانو ته یې د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
هغه ویلي: «نور دې افغانان نه ازمایي، افغانان شهادتونه او زخمونه لیدلي او ورسره عادت دي، په دې ډول بریدونو خپل هوډ او حوصله له لاسه نه ورکوي.»
د لوړو زدهکړو وزیر له پوهنتون له رهبرۍ غوښتي چې خپل علمي او اداري فعالیتونه او درسي بهیر پرته له ځنډه روان وساتي.

