محمد نعیم: د ستونزو حل لپاره غوره لاره ډیپلوماسي ده

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم په کتنه کې له اروپايي ټولنې ځانګړي استازي جیلز برټرنډ سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د همکاریو پر دوام بحث شوی دی.
محمد نعیم ویلي، د ستونزو د حل لپاره متوازن اړیکې او ډیپلوماټیکې خبرې تر ټولو غوره لاره ده.
بلخوا د اروپايي ټولنې استازي هم ټینګار کړی چې د ستونزو حل یوازې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې ممکن دی او له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمن دي.
نوموړي زیاته کړې، اروپايي بازارونو ته د افغان توکو د لاسرسي هڅې روانې دي او د افغانستان صادرات، په ځانګړي ډول وچه مېوه، په اروپا کې ښه غوښتنه لري.

