محمد یوسف کارګر د کاناډا د پناه غوښتنې اوازې رد کړې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، محمد یوسف کارګر هغه اوازې رد کړې چې ګواکې یې کاناډا ته د پناه غوښتنه کړې ده. فدراسیون په خواله رسنیو کې لیکلي، نوموړي د فدراسیون په دفتر کې په حضور سره څرګنده کړې چې «افغانستان زما کور دی» او ټینګار یې کړی چې که څه هم په نورو هېوادونو کې د ژوند امکان لري، خو په افغانستان کې پاتې کېدل او د ورزش خدمت ورته ارزښت لري. تر دې مخکې په خواله رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې محمد یوسف کارګر په کاناډا کې د پناه غوښتنه کړې ده، خو نوموړي دا ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

دکمه بازگشت به بالا